د بیرجند ښار په هکله

تعداد بازدید:۱۷۳۹

تاریخچه

د بیرجند ښار د سویلی خراسان ولایت مرکز دی. بیرجند په ایران کې لومړنۍ ښار دی، چې د اوبورسونې کانال لرلی دی، د بیرجند د اوبو لګونې مرکز د ایران لومړنۍ د اوبو رسونې مرکز ګنل کیږی. دغه ښار دویم ښار دی چې په ۱۳۰۲ له تهران نه مخکې د اوبو له کانالایزیشن نه برخمن شوې ده.

 د دې ښار شوکتیه ښوونځی په نوې او عصری ښوونیز سبک سره له دارالفنون او د تبریز رشیدیې نه وروسته دریم ښوونځی دی. د بیرجند د سیاسی او استراژیک موقعیت له مخې د هیواد دریمه فروشاګاه (پلورنځی) په ۱۳۱۲ کال له قلعه مرغی او بوشهر نه وروسته په دې ښار کې جوړ شوې ده. د دویمې نړیوالې جګړې نه مخکې د انګلستان او روسیې کونسوګرۍ هم په دې ښار کې وو.

د بیرجند تاریخی ځایونه عبارت دی له اوبو ځیرمې، بند دره، د حکیم نزاری مقبره، د کلاه فرنګی ارګ، عمارت اکبریه، شوکتیه ښوونځی او معصومیه ښوونځی.

جنوبی خراسان د هیواد د تمدن او فرهنګ ځانګو ده، او د زمانې په اوږدو کې بې شمیره نومیالی او خدمت کوونکی پخپل لمن کې روزلې ده. علامه عبدالعلی بیرجندی (ریاضی­ پوه، منجم او نومتی پوهاند)، ابن حسام خوسفی (حماسی شاعر)، حکیم سعدالدین نزاری(شاعر)، حکیم بوذرجمهر قاینی(ادیب، سیاستوال او شاعر)، ابوالمفاخر قاینی، دکتر محمدحسن گنجی (د ایران د جغرافیې پلار)، دکتر کاظم معتمدنژاد (د ایران د ټکنالوژی پلار)، دکتر غلامحسین شکوهی (د ایران د ښوونې او روزنې پلار)، دکتر مهدی بلالی مود (د ایران د سم پیژندنې پلار)، دکتر بدیع الزمان فروزان‌فر (د پارسی ادبیاتو لوی استاد)، دکتر محمداسماعیل رضوانی (د ایران د معاصر تاریخ پلار)، علامه سیدغلامرضا سعیدی (اسلام پیژندونکی او لوی مفکر) د دې سیمې له نومیالیو څخه دی، چې د ایران او نړۍ په تاریخ کې ځلدلی دی.

 د بیرجند او تهران ترمنځ واټن تقریبا ۱۱۰۰ کیلو مټر دی، او له مشهد سره یې واټن ۴۹۰ کیلو مټر دی. بیرجند ته  سفرکول د الوتکې، ریل ګاډۍ، ګاډۍ او شخصی وسایطو سره شونې دی. 

 

 

آخرین ویرایش۰۸ خرداد ۱۳۹۸