د ډاکټری دورې لپاره د بین المللی زده کړندویانو قبلونه

تعداد بازدید:۸۴۴

 درخواست کوونکی باید د درخواست انلاین فورم ډک کړی او د لاندینۍ درخواستی اسناد بشپړ کړی. :

۱- پاسپورټ او د پاسپورټ اوله پاڼه چې انځور او د پای نیټه لری

دغه برخه د پاسپورت اصلی برخه ده چې د متقاضی انځور او د پای نیټه پکې ښکاری.

۲- وطیفوی او تحصیلی شالید (CV)

دغه برخه د هغو دندو او مسولیتونو لیست دی چې متقاضی په زمانی ترتیب سره ترسره کړی دی، او همدارنګه په دې برخه کې د زده کړې دورې، ټولګی او روزنیز پروګرامونه هم شامل دی چې د علمی کتنپلاوې  کمیټې د خوښې وړ وی.

۳- د لیسانس دورې اصل ډیپلوم او د نمرو ترانسکریپټ او د ماسټری دورې اصل دیپلوم او د نمرو ترانسکریپټ سره د انګریزی ژباړې.

بیرجند پوهنتون ته د داخلې پرمهال  بین المللی متقاضیان باید د هغه پوهنتون نه چې د کارشناسۍ (لیسانس) او کارشناسی ارشد (ماسټری) دورې یې پکې پای ته رسولی دی ډیپلوم او ترانیکریپټ یوه یوه کاپی تسلیم کړی. (هغه اسناد چې له ایران نه بهر صادر شوی وی، په هغو هیوادونو کې د ایران د سفارت له خوا باید تایید شوی وی) 

د ترلاسه شوې نمرو سره د مضمونو نوملیک  (بشپړ ترانسکریپټ). ترانسکریپت باید د دوی په اصلی ژبه وی او د پوهنتون یا د ژباړې رسمی مرکز سره یوه ژباړل شوی کاپی هم ضمیمه شی.

اړتیاوې

د ماسټری او دوکتورا دورې متقاضیان باید په پارسی ژبه بشپړ تلسط ولری. (پاملرنه: که چیرې متقاضیان د پارسی ژبې په لیکل او یا خبرې کولو کې ستونزې ولری، دوی باید په بیرجند پوهنتون کې د پارسی ژبې د زده کړې یوه نه میاشتنۍ دوره په بریالیتوب سره بشپړ کړی. هغه زده کوونکی چې په بهرنی ژبو زده کړه کوی د پارسی زده کړې یوازې درې میاشتنی دورې ته اړتیا لری.

 که بورتنۍ اسناد لرئ، د نوم لیکنې لاندینۍ لینک کیکاږئ..

 

(د ډاکتری نوم ثبتونې انټرنیټی فورم)

آخرین ویرایش۰۳ تیر ۱۳۹۸