شالید او اوسنۍ وضعیت

تعداد بازدید:۱۶۱۲

« بیرجند پوهنتون:  د سویلی خراسان شرقی ستوری او د پوهې غمۍ»

 بیرجند پوهنتون د ۱۳۵۴ ه.ل کال د جوزا په دیارلسمه د یوه عالی ښوونیز موسسه په چوکاټ کې د ارواښاد پروفیسور محمد حسن ګنجی د شوکتیې مدرسې  له فارغینوڅخه او د ایران د نوې جغرافیایایی علومو پلار په وسیله د بنسټ ډبره یې کیښودل شوه.

  بیرجند پوهنتون د هیواد د ختیځ د علمی ستوری په حیث او د خراسان ولایت ترټولو لوی او مخکینۍ د زده کړو عالی موسسه د څلویښتو (۴۰) کلونو علمی، ښوونیزو، فرهنګی او ټولنیزو تجربو سره تر ۲۴ زرو ډېر متخصص انسانی نیرو روزلی دی. دغه پوهنتون د ۳۴۰ کد رشتې د نیمه عالی، لیسانس، ماسټری او ډاکټری مقاطعو کې د ۱۲ زرو په شاوخوا زده کړندویان لری.

د دې پوهنتون د بشپړوونکی زده کړې زده کړندویان (ماسټری او دوکتورا) د پوهنتون د محصلینو د جمعیت نږدې دیرش (۳۰) سلنه جوړوی. د دوکتورا ۵۰۶ محصلین یې په ۵۲ کد رشتو کې د تحصیل او څیړنې په حال کې دی.

د بیرجند پوهنتون د (۳۵۰) تنو علمی هییت غړی په لرلو سره د سویلی خراسان ولایت ترټولو لوی او ځواکمن علمی څیړنیز مرکز دی.

بیرجند پوهنتون یولس (۱۱) پوهنځی او درې ښوونیزکزونه په شوکت آباد، امیرآباد او شهدا لری، چې د تاسیس په ترتیب سره عبارت دی له: د علومو پوهنځی، د کرهنې پوهنځی، د انجینری پوهنځی، د بشری علومو او ادبیاتو پوهنځی، د هنر پوهنځی، د ورزشی علومو پوهنځی، د تربیتی علومو او ارواپوهنې پوهنځی، د آمار او ریاضی علومو پوهنځی، د طبیعی علومو او چاپیریال ساتنې پوهنځی، د برښنا او کمپیوټر پوهنځی، د فردوس فنی پوهنځی، د سرایان کرهنیزه نیمه زده کړو موسسه، د نهندان د کان پیژندنې موسسه د سربیشې کرهنیزه موسسه.

بیرجند پوهنتون د خپل ښوونیز رسالت په ترسراوی کې ۵۳ زره مټر مربع ښوونیز چاپیریال او ۱۱۳ زره مټر مربع استوګنیز فضا او ملکی ښوونیز مرستندوی لری.

 د علمی او بین المللی اړیکو د زیاتولو په برخه کې، بیرجند پوهنتون په وروستیو دریو کلونو کې له ۲۱ بهرنی نومیالی پوهننتونونو سره د علمی مرستو تفاهمنامې لاسلیک کړی دی، او د بهرنی زده کړندویانو جذبول د بیرجند پوهنتون له لومړنیو موخو او لومړیتوبونو څخه دی.

بیرجند پوهنتون د خپل لوړ علمی څیړنیز ځواک او توان سره تر اوسه پورې دهیواد  ۶۵۰ څیړنیزې طرحې او ۲۷۰۰۰ څیړنیزې مقالې هوکړه لیکونه درلودلی دی.

بیرجند پوهنتون د ټایمز موسسې د رتبه بندۍ پر بنسټ، چې د نړۍ یو له مهمو رتبه بندۍ نظامونو څخه دی، د آسیا له غوره پوهنتونونو څخه ګڼل شوی دی.

آخرین ویرایش۰۸ خرداد ۱۳۹۸