د ماسټرۍ دورې ته د بین المللی زده کړندویانو قبلونه

تعداد بازدید:۸۶۵

درخواست‌کوونکی  باید د درخواست فورم آنلاین ډک او دغه لاندې غوښتل شوی اسناد بشپړ کړی:

۱-  پاسپورټ د پاسپورټ انځورلرونکی او د انقضا نیټه لرونکی پاڼه

د غه برخه د پاسپورت اصلی پاڼه ده چې د متقاضی انځور او د انقضا نیټه پکې لیدل کیږی.

۲- کاری تجربه او تحصیلی شالید (CV)

دغه برخه د هغو دندو او مسولیتونو لیست دی چې متقاضی په زمانی ترتیب سره ترسره کړی دی، او همدارنګه په دې برخه کې د زده کړې دورې، ټولګی او روزنیز پروګرامونه هم شامل دی چې د علمی کتنپلاوې  کمیټې د خوښې وړ وی.

۳- د لیسانس دورې اصل ډیپلوم او د نمرو ترانسکریپټ

بیرجند پوهنتون ته د داخلې پرمهال  بین المللی متقاضیان باید د هغه پوهنتون نه چې د کارشناسۍ (لیسانس) دوره یې پکې پای ته رسولی دی ډیپلوم او ترانیکریپټ یوه کاپی تسلیم کړی. (هغه اسناد چې له ایران نه بهر صادر شوی وی، په هغو هیوادونو کې د ایران د سفارت له خوا باید تایید شوی وی) 

د ترلاسه شوې نمرو سره د مضمونو نوملیک  (بشپړ ترانسکریپټ). ترانسکریپت باید د دوی په اصلی ژبه وی او د پوهنتون یا د ژباړې رسمی مرکز سره یوه ژباړل شوی کاپی هم ضمیمه شی.

اړتیاوې

د ماسټری او دوکتورا دورې متقاضیان باید په پارسی ژبه بشپړ تلسط ولری. (پاملرنه: که چیرې متقاضیان د پارسی ژبې په لیکل او یا خبرې کولو کې ستونزې ولری، دوی باید په بیرجند پوهنتون کې د پارسی ژبې د زده کړې یوه نه میاشتنۍ دوره په بریالیتوب سره بشپړ کړی. هغه زده کوونکی چې په بهرنی ژبو زده کړه کوی د پارسی زده کړې یوازې درې میاشتنی دورې ته اړتیا لری.

 که بورتنۍ اسناد لرئ، د نوم لیکنې لاندینۍ لینک کیکاږئ..

 

 (د کارشناسی ارشد د نوم ثبتونې انټرنیټی فورم)

آخرین ویرایش۰۳ تیر ۱۳۹۸