د لیسانس دورې لباره د زده کړندویانو بذیرش

تعداد بازدید:۸۷۲

 عمومی شرایط

  1. په ایران کې د اوسیدونکیو بهرنیو اتباعو لپاره ډپلوم او د پیش دانشګاهی مدرک درلودل

تبصره الف) د ایران اسلامی جمهوری دولت  نه دباندې داوطلبان باید خپل تول تحصیلی مدارک په خپلو هیوادونو کې د ایران اسلامی جمهوری دولت سفارتونو او کونسولګریو په تایید سره پوهنتون ته ولیږی. 

تبصره ب) د افغانستان هغه داو طلبان چې د خپل هیواد ډبلوم لری، ډبلومونه یې باید د افغانستان د پوهنې وزارت، بهرنیو چارو وزارت او د ایران اسلامی جمهوری دولت سفارت په کابل کې او یا د کونسولګریو مهرونه او ټاپې ولری.

تبصره ج) د هغو متقاضیانو پذیرش چې د افغانستان تبعه وی، او له بې بنسټو ښوونځیو او مدرسو څخه ډبلوم اخیستی وی ممنوع دی.

2. د تحصیلی فیس د ورکړې لازم مالی توان ولری

3. په ایران کې د تحصیلی اوسیدو او اقامت قانونی مانع ونه لری.

4.  د لیسانس دورې لپاره د متقاضی سن باید له ۲۶ کلونو څخه زیات نه وی.

ځانګړی شرایط:

1. د لیسانس دورې د متقاضیانو ډپلوم معدل لږترلږه له شلو څخه دولس ۱۲ له ۲۰ وی. یا فیصدی یې له ۶۰ څخه لوړه وی.

2. هغه کسان چې د ریاضی او فیزیک ډپلوم او پیش دانشګاهی مدرک  لری کولای شی فنی ـ انجینری، پایه علوم، زراعت او طبیعی منابع، انسانی علوم او بهرنی ژبې انتخاب کړی.

تبصره الف) حداقل معدل کتبی دیپلم او پیش‌دانشگاهی (ریاضی‌فیزیک) د  انجینری څانګې  متقاضیانو لپاره  باید 12 له 20 وی .

تبصره ب) حداقل معدل کتبی دیپلم او پیش‌دانشگاهی (ټولې ډپلمې پرته له ریاضی‌فیزیک) د پوهنتون د نورو څانګو متقاضیانو لپاره، باید 12 له  20 څخه وی.

3. د ساینس او تجربې علومو ډپلوم لرونکی یوازې په دغو څانګو جذبیدلای شی: علوم پایه، زراعت او طبیعی ځیرمې، انسانی علوم او بهرنی ژبې.

4.د انسانی علومو  ډیپلوم لرونکی متقاضیان یوازې د انسانی علومو په څانګو او بهرنی ژبو جذبیدلای شی.

5.هغه داوطلبان چې د فنی حرفه یی ډیپلوم لری او پیش دانشګاهی مدرک نه لری، حتمن باید خپل پیش دانشګاهی مدرک  له  دغه  څانګو(ریاضی فیزیک، تجربې علوم او انسانی علوم) ترلاسه کړی او او د نوم لیکنې پرمهال یې وړاندې کړی.

6. هغه داوطلبان چې د فنی حرفه یی (علمی کاربردی او ...) د نیمه عالی تحصیلاتو مدرک لری پیش دانشګاهی مدرک ته اړتیا نه لری او د دوی دغه د نیمه عالی زده کړې مدرک د پیش دانشګاهی مدرک پرځای بسنه کوی.

7. هغه متقاضیان چې په پارسی نه پوهیږی، د جذبیدو نه وروسته د بیرجند په پوهنتون کې د پارسی ژبې زده کړه یوه نه میاشتنۍ دوره په بریالیتوب سره تیره کړی.

نور شرایط:

1. د هغومتقاضی  زده کوونکو پذیرش چې ګڼ تابعیت لری او یا پلار یې ایرانی وی خو د بل هیواد پاسپورټ او تابعیت ولری ممنوع دی.

2.د هغو متقاضیانو قبلونه چې په عین مهال کې په کوم بل پوهنتون کې هم په زده کړه بوخت وی ممنوع دی.

3.د هغو متقاضیانو قبلونه چې د کارشناسۍ یوه دوره یې د ایران اسلامی جمهوری دولت په یو پوهنتون کې بشپړ کړې وی او بیاځلی د جذبیدو او د تحصیل د دوام غوښتنه په هماغه مقطع په یوه بله څانګه کې لری ممنوع دی.

4. دهغو داوطلبانو قبلونه چې کاردانی مدرک لری د کارشناسۍ دورې ته مانع نه لری.

اړین مدارک (بریلیکونه)

په الکترونیکی ډول د پذیرش  پوښتنلیک بشپړول (آنلاین)

تبصره الف) اړین دی داوطلبان خپل تحصیلی مدارک (دیپلم او پیش‌دانشگاهی سره له ترانسکریپټ) او هویتی مدارک (پیژند پاڼه یا پاسپورټ) اسکن کړی او د هغې فایل د پذیرش فورم د بشپړولو پرمهال په اړوندو ځایونو کې دکې کړی.

تبصره ب) د هویت اسناد اصلی پیژندپاڼه او د هیواد د کورنیو چارو وزارت د اتباعو او مهاجرینو د عمومی ادارې له خوا ورکړل شوی کارټ او یا د پناورکونې تایید شوی کتابچې دی.

د نوم ثبتونې لپاره کلیک وکړئ

آخرین ویرایش۰۳ تیر ۱۳۹۸