د بیرجند ښار په هکله
تاریخچه
د بیرجند ښار د سویلی خراسان ولایت مرکز دی. بیرجند په ایران کې لومړنۍ ښار دی، چې د اوبورسونې کانال لرلی دی، د بیرجند د اوبو لګونې مرکز د ایران لومړنۍ د اوبو رسونې مرکز ګنل کیږی. دغه ښار دویم ښار دی چې په ۱۳۰۲ له تهران نه مخکې د اوبو له کانالایزیشن نه برخمن شوې ده.
د دې ښار شوکتیه ښوونځی په نوې او عصری ښوونیز سبک سره له دارالفنون او د تبریز رشیدیې نه وروسته دریم ښوونځی دی. د بیرجند د سیاسی او استراژیک موقعیت له مخې د هیواد دریمه فروشاګاه (پلورنځی) په ۱۳۱۲ کال له قلعه مرغی او بوشهر نه وروسته په دې ښار کې جوړ شوې ده. د دویمې نړیوالې جګړې نه مخکې د انګلستان او روسیې کونسوګرۍ هم په دې ښار کې وو.
د بیرجند تاریخی ځایونه عبارت دی له اوبو ځیرمې، بند دره، د حکیم نزاری مقبره، د کلاه فرنګی ارګ، عمارت اکبریه، شوکتیه ښوونځی او معصومیه ښوونځی.
جنوبی خراسان د هیواد د تمدن او فرهنګ ځانګو ده، او د زمانې په اوږدو کې بې شمیره نومیالی او خدمت کوونکی پخپل لمن کې روزلې ده. علامه عبدالعلی بیرجندی (ریاضی پوه، منجم او نومتی پوهاند)، ابن حسام خوسفی (حماسی شاعر)، حکیم سعدالدین نزاری(شاعر)، حکیم بوذرجمهر قاینی(ادیب، سیاستوال او شاعر)، ابوالمفاخر قاینی، دکتر محمدحسن گنجی (د ایران د جغرافیې پلار)، دکتر کاظم معتمدنژاد (د ایران د ټکنالوژی پلار)، دکتر غلامحسین شکوهی (د ایران د ښوونې او روزنې پلار)، دکتر مهدی بلالی مود (د ایران د سم پیژندنې پلار)، دکتر بدیع الزمان فروزانفر (د پارسی ادبیاتو لوی استاد)، دکتر محمداسماعیل رضوانی (د ایران د معاصر تاریخ پلار)، علامه سیدغلامرضا سعیدی (اسلام پیژندونکی او لوی مفکر) د دې سیمې له نومیالیو څخه دی، چې د ایران او نړۍ په تاریخ کې ځلدلی دی.
د بیرجند او تهران ترمنځ واټن تقریبا ۱۱۰۰ کیلو مټر دی، او له مشهد سره یې واټن ۴۹۰ کیلو مټر دی. بیرجند ته سفرکول د الوتکې، ریل ګاډۍ، ګاډۍ او شخصی وسایطو سره شونې دی.