د سویلی خراسان ولایت په هکله

تعداد بازدید:۱۸۳۷

د سویلی خراسان ولایت پراخوالی 151193 کیلومتر مربع دی چې له دغه اړخه د ایران دریم ولایت دی. د ۱۳۹۵، کال د سرشمیرنې پر بنسټ د دې ولایت جمعیت  ۷۶۸۸۹۸ تنو ته رسیږی او له دغه اړخه د هیواد اته ویشتم ولایت ګنل کیږی.

دغه ولایت د شمال له لورې د رضوی خراسان، د لویدیځ له خوا د یزد، اصفهان او سمنان ولایتونو، د ختیځ لورې له افغانستان او د سویل له خوا د سیستان او بلوچستان او کرمان ولایتونو سره ګډه پوله لری..

سویلی خراسان د اعنابواو زرشکو په تولید کې لومړی مقام او د زعفران او مالوچ په تولید کې د هیواد په کچه دویم مقام لری. همدارنګه دغه ولایت د ایران شږم د انارو تولیدونکی دی. د زراعتی محصولاتو په برخه کې دغه ولایت د لبلبو په تولید کې اتم مقام لری او غنم، وربشې، مالوچ، غله دانې ډول ډول ترکارۍ هم په دې ولایت کې کرل کیږی.

دغه ولایت د کانونو په برخه کې هم د لوړ ظرفیت لرونکی دی. د ایران د منیزیت او ازبست معدنونه په دې ولایت کې دی او د بنتونیت، ګرانت، بازالت ځیرمې هم دلته ګټې اخیستنې ته سپارل کیږی. د دې ولایت یو بل مهم معدن د زری مسقلعه کان دی چې د د دې ولایت په سویل کې موقعیت لری، دغه معدن د لوړ سرو زرو عیار سره په نړۍ کې پیژندل شوی دی.

 

 

آخرین ویرایش۰۸ خرداد ۱۳۹۸